• English
  • فارسی
  • پښتو
سه‌شنبه 4 میزان 1402
کابل تایمز
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت
No Result
View All Result
کابل تایمز
No Result
View All Result

کورنیو چارو وزارت ایران ته ناقانونه سفر ممنوع اعلان کړ

یو شمېر نور ځوانان چې دوی هم غواړي په ناقانونه او قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي، د پولې د تړلو په غبرګون کې وایي، که د سرپرست حکومت مسوولین ورته په کور د ننه د کار زمینه برابره کړي، هېڅکله به دومره له خطره ډکه لار غوره نه کړي.

29 ثور 1401
کورنیو چارو وزارت ایران ته ناقانونه سفر ممنوع اعلان کړ
Share on FacebookShare on Twitter

کورنیو چارو وزارت د نیمروز ولایت له پولې ایران ته غیرقانوني سفر ممنوع اعلان کړ.

په نیمروز کې امنیتي چارواکي وايي، چې د کورنیو چارو وزارت د حکم پر بنسټ، په دغه ولایت کې ایران ته د سفر ټولې ناقانونه لارې تړل شوې دي.

ورته وخت کې د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس وایي چې د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې پر بنسټ، نورو هېوادونو ته په ناقانونه توګه د هېوادوالو پر سفر بنډیز لګېدلی او ټولو پوله ساتو ځواکونو ته یې لارښوونه کړې چې ګاونډیو هېوادونو ته د هېوادوالو د ناقانونه تګ مخه ونیسي.

د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رییس صدیق الله نصرت وویل:«افغانستان د جوړېدو په لور روان دی او افغانان دې هڅه وکړي چې خپله انرژي په خپل هېواد کې مصرف کړي او دا موضوع د دوی د خوشحالۍ او عزت لامل کېږي.»

د کاپيسا ولایت اوسېدونکی محمد نبي له خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره نیمروز ته راغلې او غواړي له ناقانونه او قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي.

هغه درې ورځې کېږي چې له خپلې کورنۍ سره د زرنج ښار په یوه هوټل کې ایران ته د تلو لپاره په تمه دي خو پوله یې پر تړلې ده.

وزګاري او بې وزلي هغه لاملونه دي چې محمد نبي یې اړ کړی ترڅو د ایران پر لور له خپلې کورنۍ سره ناقانونه او له خطرونو ډک سفر غوره کړي.

د کاپیسا اوسېدونکی محمد نبي څرګندوي:«د ویزې او پاسپورټ د اخیستو وس مو نه درلود، اوس چې نیمروز ته راغلي یوو، وايي چې اسلامي امارت مرز یې تړلی دی. له دغو ماشومانو سره چېرته ولاړ شوو.»

یو شمېر نور ځوانان چې دوی هم غواړي په ناقانونه او قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي، د پولې د تړلو په غبرګون کې وایي، که د سرپرست حکومت مسوولین ورته په کور د ننه  د کار زمینه برابره کړي، هېڅکله به دومره له خطره ډکه لار غوره نه کړي.

د کاپیسا اوسېدونکی حشمت الله هم څرګندوني:«د کار زمینه نشته، هېچا ته کار نه پیدا کېږي او ټول اړ دي چې د نفقې د پيدا کولو لپاره سفر وکړي او چېرته ولاړ شي.»

د کاپیسا بل اوسېدونکی فقیر احمد وايي:«راضي نه یوو چې له هېواده چېرته ولاړ شوو؛ خو اړ یوو.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نهو میاشتو راهیسې نیمروز ولایت د ډله ییزې کډوالۍ په پوله بدل شوی چې د بې وزلۍ او وزګارۍ له کبله د خطرونو په منلو سره غواړي په ناقانونه لارو ایران ته واوړي.

نوی خبرونه

طالبانو د نجونو پر مخ ځينو سیمو کې روزنیز کورسونه هم تړلي
افغانستان

طالبانو د نجونو پر مخ ځينو سیمو کې روزنیز کورسونه هم تړلي

by Kabultimes
20 سنبله 1401
0

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES تر شپږم پورته د نجونو ښوونځیو تر تړلو وروسته اوس د پلازمېنې کابل په ګډون په...

Read more
په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو په غبرګونو کې د زده‌کوونکو لاریون.

په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو په غبرګونو کې د زده‌کوونکو لاریون.

20 سنبله 1401
پاکستان د خپل هوايي حریم کارېدو په اړه د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې

پاکستان د خپل هوايي حریم کارېدو په اړه د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې

7 سنبله 1401
اروپايي ټولنه: د افغان نجونو د زده کړو مسله د دغې ټولنې لومړیتوب دی

اروپايي ټولنه: د افغان نجونو د زده کړو مسله د دغې ټولنې لومړیتوب دی

30 اسد 1401
کرېکټ: د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان لوبې اعلان شوې

کرېکټ: د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان لوبې اعلان شوې

27 اسد 1401

موږ په فیسبوک کې تعقیب کړئ

2022 | ټول حقونه خوندي دي | کابل ټایمز

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت

2022 | ټول حقونه خوندي دي | کابل ټایمز