د افغانستان سویلي ولایت کندهار نن د یوې غونډې کوربه دی چې شاوخوا دوه زره کسان ورته رابلل شوي دي. طالب چارواکو ویلي، چې د غونډې ګډونوال به د دوی په وینا پر مهمو ملي مسالو بحث وکړي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس مولوي نور احمد سعید بي بي سي ته وویل، دغه غونډه د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو بحث کوي او له هېواده تللیو افغانانو ته هم د بېرته راتګ بلنه ورکوي.
نوموړي وویل، په دې غونډه کې به دیني عالمان، قومي مشران، مخور کسان او مدني فعالان ګډون وکړي.
ښاغلي سعید په دې هکله وویل: ”دا غونډه د کندهار قومي مشرانو او دیني عالمانو رابللې ده او مشرتوب یې هم دوی کوي. په دې غونډه کې ولسي مشران، د تېر حکومت ځینې چارواکي او د اسلامي امارت ځینې مسوولین، فرهنګیان، مدني فعالان او د ټولنې ټول اقشار ګډون کوي. ”
مولوي احمد سعید په دې هکله څه و نه ویل چې په غونډه کې به د طالبانو د حکومت د کومې کچې مسوولین ګډون کوي، خو په خبره یې دا غونډه په کابل کې د دیني عالمانو له غونډې وروسته پلان شوې وه.
د کندهار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په دې غونډه کې دې نه یوازې پر مهمو مسایلو خبرې وشي، بلکې عملي دې هم شي. د کندهار ښار یوه اوسېدونکي عبدالرزاق بي بي سي ته وویل، په بې روزګارۍ، اقتصادي ستونزو او د نجونو ښوونځيو بندیدو پر موضوعاتو باید په دې غونډه کې خبرې وشي.
نژدې یوه نیمه میاشت مخکې په کابل کې د افغانستان په کچه د دیني عالمانو یوه غونډه جوړه شوې وه، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د کابل له هغې غونډې وروسته په کندهار کې د دې غونډې لپاره څه اړتیا وه؟ د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نور احمد سعید وویل:
”د ولسي مشرانو او دیني عالمانو غوښتنه وه، چې په کندهار کې باید داسې یوه غونډه جوړه شي، ځکه له کابل وروسته کندهار د افغانستان مهم ولایت دی، چې په تاریخ کې یې رول مهم و، نو بالاخره زمینه مساعده شوه چې داسې غونډه جوړه شي او مشري یې هم دوی وکړي. ”
د یادونې ده، چې د کابل په غونډه کې د افغانستان بېلا بېلو مسائلو په هکله بحثونه شوي وو، خو د نجونو د زدکړو په هکله پکې پاموړ بحث او پرېکړه نه وه شوې.