• English
  • فارسی
  • پښتو
سه‌شنبه 4 میزان 1402
کابل تایمز
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت
No Result
View All Result
کابل تایمز
No Result
View All Result

کندهار کې د طالبانو لویه غونډه؛ “له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو، افغانان خپل ژوند ته پرېږدئ”

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار نن د یوې غونډې کوربه دی چې شاوخوا درې زره کسان ورته رابلل شوي دي. طالب چارواکو ویلي، چې د غونډې ګډونوال به د دوی په وینا پر مهمو ملي مسالو بحث وکړي.

27 اسد 1401
کندهار کې د طالبانو لویه غونډه؛ “له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو، افغانان خپل ژوند ته پرېږدئ”
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار نن د یوې غونډې کوربه دی چې شاوخوا درې زره کسان ورته رابلل شوي دي. طالب چارواکو ویلي، چې د غونډې ګډونوال به د دوی په وینا پر مهمو ملي مسالو بحث وکړي.

غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي وویل، “له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو خو له دوی څخه هم دا توقع لرو، چې افغانان پرېږدئ چې د نورو هېوادونو په څېر د خپلې خوښې ژوند ولري، همدا ولسي مشروعیت دی چې په یوولس ورځو کې مو ټول هېواد ونیوه”.

امیر خان متقي زیاته کړه، د طالبانو مشرتابه پر بهرنۍ پالیسۍ بوخته ده،‌ “که رسمیت پېژندنه مو نه ده ترلاسه کړې، خو د افغانستان ښه استازیتوب مو کړی”.

نوموړي دا هم وویل، که پاکستان ته یې اسیايي هېوادونو ته د خپلو توکو د لېږد لاره ورکړې، نو هندوستان ته هم د افغانستان مالونه رسېدلی شي.

خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي وویل، “مشروعیت نور څه ته وايي، کابل کې زرګونو علماوو، قومي مشرانو او متنفذینو له امیرالمؤمنین سره بیعت وکړ، لسګونه سوداګرو ورسره وکتل او ملاتړ یې اعلان کړ. نور مشروعیت څنګه وي”.

خو لا تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، مګر د روسیې او ځینو اروپايي هېوادونو په ګډون د طالبانو ځینو مشرانو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي.

غونډې ته د طالبانو د مشرانو سربېره ځینو قومي مشرانو او سوداګرو هم ویناوې وکړې.

ملي سوداګر حاجي سعید وویل، افغانستان اوس د پانګونې لپاره ښه ځای دی، سوداګر او له سوداګرو سره همکاري باید لا نوره ډېره شي.

غونډه څنګه پیل شوه؟

د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په دې غونډه کې دیني عالمان، قومي مشران، مخور کسان او مدني فعالان ګډون کوي.

د عکس سرچینه،BAKHTER NEWS

د عکس تشریح،د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په دې غونډه کې دیني عالمان، قومي مشران، مخور کسان او مدني فعالان ګډون کوي.

د کندهار والي ویاند حاجي زید رسنیو ته وویل، غونډه له ځايي وخت سره سم ګهیځ وختي د غونډې مشر مولوي حبیب الله اغا په وینا پیل شوه.

ښاغلي زید خبریالانو ته په دې هکله یوه لیکلي پیغام کې د غونډې مشر له قوله وویل، هېڅوک د دوی د حکومت او خلکو تر منځ واټن نه شي رامنځته کولای.

له دې مخکې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس مولوي نور احمد سعید بي بي سي ته ویلي و، دغه غونډه د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو بحث کوي او له هېواده تللیو افغانانو ته هم د بېرته راتګ بلنه ورکوي.

نوموړي وویل، په دې غونډه کې به دیني عالمان، قومي مشران، مخور کسان او مدني فعالان ګډون وکړي.

ښاغلي سعید په دې هکله وویل: ”دا غونډه د کندهار قومي مشرانو او دیني عالمانو رابللې ده او مشرتوب یې هم دوی کوي. په دې غونډه کې ولسي مشران، د تېر حکومت ځینې چارواکي او د اسلامي امارت ځینې مسوولین، فرهنګیان، مدني فعالان او د ټولنې ټول اقشار ګډون کوي. ”

مولوي احمد سعید په دې هکله څه و نه ویل چې په غونډه کې به د طالبانو د حکومت د کومې کچې مسوولین ګډون کوي، خو په خبره یې دا غونډه په کابل کې د دیني عالمانو له غونډې وروسته پلان شوې وه.

د کندهار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په دې غونډه کې دې نه یوازې پر مهمو مسایلو خبرې وشي، بلکې عملي دې هم شي. د کندهار ښار یوه اوسېدونکي عبدالرزاق بي بي سي ته وویل، په بې روزګارۍ، اقتصادي ستونزو او د نجونو ښوونځيو بندیدو پر موضوعاتو باید په دې غونډه کې خبرې وشي.

نژدې یوه نیمه میاشت مخکې په کابل کې د افغانستان په کچه د دیني عالمانو یوه غونډه جوړه شوې وه، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د کابل له هغې غونډې وروسته په کندهار کې د دې غونډې لپاره څه اړتیا وه؟ د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نور احمد سعید وویل:

”د ولسي مشرانو او دیني عالمانو غوښتنه وه، چې په کندهار کې باید داسې یوه غونډه جوړه شي، ځکه له کابل وروسته کندهار د افغانستان مهم ولایت دی، چې په تاریخ کې یې رول مهم و، نو بالاخره زمینه مساعده شوه چې داسې غونډه جوړه شي او مشري یې هم دوی وکړي. ”

د یادونې ده، چې د کابل په غونډه کې د افغانستان بېلا بېلو مسائلو په هکله بحثونه شوي وو، خو د نجونو د زدکړو په هکله پکې پاموړ بحث او پرېکړه نه وه شوې.

نوی خبرونه

طالبانو د نجونو پر مخ ځينو سیمو کې روزنیز کورسونه هم تړلي
افغانستان

طالبانو د نجونو پر مخ ځينو سیمو کې روزنیز کورسونه هم تړلي

by Kabultimes
20 سنبله 1401
0

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES تر شپږم پورته د نجونو ښوونځیو تر تړلو وروسته اوس د پلازمېنې کابل په ګډون په...

Read more
په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو په غبرګونو کې د زده‌کوونکو لاریون.

په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو په غبرګونو کې د زده‌کوونکو لاریون.

20 سنبله 1401
پاکستان د خپل هوايي حریم کارېدو په اړه د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې

پاکستان د خپل هوايي حریم کارېدو په اړه د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې

7 سنبله 1401
اروپايي ټولنه: د افغان نجونو د زده کړو مسله د دغې ټولنې لومړیتوب دی

اروپايي ټولنه: د افغان نجونو د زده کړو مسله د دغې ټولنې لومړیتوب دی

30 اسد 1401
کرېکټ: د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان لوبې اعلان شوې

کرېکټ: د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان لوبې اعلان شوې

27 اسد 1401

موږ په فیسبوک کې تعقیب کړئ

2022 | ټول حقونه خوندي دي | کابل ټایمز

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت

2022 | ټول حقونه خوندي دي | کابل ټایمز