• English
  • فارسی
  • پښتو
سه‌شنبه 4 میزان 1402
کابل تایمز
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت
No Result
View All Result
کابل تایمز
No Result
View All Result

اروپايي ټولنه: د افغان نجونو د زده کړو مسله د دغې ټولنې لومړیتوب دی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پلاوي د مشر په اند کابل باید داسې کارونه ترسره کړي چې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لامل شي.

30 اسد 1401
اروپايي ټولنه: د افغان نجونو د زده کړو مسله د دغې ټولنې لومړیتوب دی
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مشر وايي، په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مسله د دې ټولنې لومړیتوب دی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مشر ارنوټ پاولز له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کوي چې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو، ښځو ته د کار او زده‎کړو د حق ورکولو په اړه د نړۍوالې ټولنې غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا نه دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر وايي:«لومړۍ موضوع، ښوونځيو ته د نجونو تګ. دا په بشپړه توګه د اروپايي ټولنې لپاره لومړۍ موضوع ده. دویمه موضوع؛ ښځو ته د کار کولو د اجازې ورکړه او درېیمه موضوع بشري حقونه، د رسنیو ازادي، د ژوند حقونو ته درناوی او دا چې په خپل سر وژنې نه وي او تر هغې وروسته د یوه جامع سیاسي جوړښت رامنځته کېدل او دا افغانانو پورې تړلې ده چې، څنګه یې رامنځته کوي.»

د نوموړي په اند کابل باید داسې کارونه ترسره کړي چې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لامل شي.

تر دې مخکې اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې ځینې غوښتنې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د حکومت جوړولو د څرنګوالي په اړه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې؛ خو د اروپايي ټولنې د پلاوي رییس په دې اړه داسې لید لوری لري.

ښاغلي پاولز څرګنده کړه:«که هغوی دغې موضوع ته په ځیرتیا وګوري، نو دا لاسوهنه نه ده. تاسو نه شې کولای دغه ډول خبرې اترې ولرئ او مقابل لوري ته مو د بېلګې په توګه ووایئ؛ زه تاسو ته وایم چې تاسو څه ووایئ او څه مه وایئ؛ دا خبرې اترې نه دي. خبرې اترې یو بل ته د درناوي پر بنسټ ترسره کېږي او په هغې کې دواړه لوري د یو بل خبرې اوري او تر هغې وروسته بیا د منلو او یا هم نه منلو پرېکړه کوي. موږ د مشرتابه خبرې په پوره ځیرتیا اورو. نه یوازې د هغو خبرې په ځیرتیا اورو؛ بلکې کړنو ته یې هم ګورو او بیا تر هغې وروسته پرېکړه کوو.»

د اروپايي ټولنې د پلاوي دغه لوړ پوړی چارواکی پر دې باور دی چې، په افغانستان کې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه یو اوږد مهاله بهیر دی.

ارنوټ پاولز وايي:«دا زما لپاره ډېره جالبه ده چې، تاسو د رسمیت پېژندنې پر موضوع ډېر تمرکز لرئ او دا هغه څه دي چې، د طالبانو چارواکي یې هم په هر ډول خبرو کې مطرح کوي. زما ځواب دا دی او هیله من یم چې واضح یې ووایم، د رسمیت پېژندنې بهیر یوه اوږد مهالې پروسه ګڼم او نه د بل څه پیل. دا سمه نه ده چې، لومړی موږ یې په رسمیت وپېژنو او بیا تر هغې وروسته هر څه ښه شي. نه! لومړی باید هر څه ښه شي او تر هغې وروسته بیا کولی شو د رسمیت پېژندنې په تړاو خبرې وکړو.»

نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار د حقونو ورکړه، له ترهګرو سره مبارزه او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل د نړۍوالو له لوري د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره تر ټولو مهم شرایط دي.

نوی خبرونه

طالبانو د نجونو پر مخ ځينو سیمو کې روزنیز کورسونه هم تړلي
افغانستان

طالبانو د نجونو پر مخ ځينو سیمو کې روزنیز کورسونه هم تړلي

by Kabultimes
20 سنبله 1401
0

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES تر شپږم پورته د نجونو ښوونځیو تر تړلو وروسته اوس د پلازمېنې کابل په ګډون په...

Read more
په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو په غبرګونو کې د زده‌کوونکو لاریون.

په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو په غبرګونو کې د زده‌کوونکو لاریون.

20 سنبله 1401
پاکستان د خپل هوايي حریم کارېدو په اړه د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې

پاکستان د خپل هوايي حریم کارېدو په اړه د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې

7 سنبله 1401
اروپايي ټولنه: د افغان نجونو د زده کړو مسله د دغې ټولنې لومړیتوب دی

اروپايي ټولنه: د افغان نجونو د زده کړو مسله د دغې ټولنې لومړیتوب دی

30 اسد 1401
کرېکټ: د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان لوبې اعلان شوې

کرېکټ: د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان لوبې اعلان شوې

27 اسد 1401

موږ په فیسبوک کې تعقیب کړئ

2022 | ټول حقونه خوندي دي | کابل ټایمز

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت

2022 | ټول حقونه خوندي دي | کابل ټایمز