• English
  • فارسی
  • پښتو
سه‌شنبه 4 میزان 1402
کابل تایمز
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت
No Result
View All Result
کابل تایمز
No Result
View All Result

په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو په غبرګونو کې د زده‌کوونکو لاریون.

ورته مهال د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، له یو شمېر اندونیزیايي چارواکو سره د افغان نجونو او هلکانو د زده کړو په تړاو خبرې کړې دي.

20 سنبله 1401
په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو په غبرګونو کې د زده‌کوونکو لاریون.
Share on FacebookShare on Twitter

په پکتیا ولایت کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې نن (شنبه) سهار د خپلو ښوونځیو د بیا تړل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

د پکتیا په مرکز او څمکنیو ولسوالۍ کې له یوه کال ځنډ وروسته د نجونو پنځه منځني ښوونځي او لېسې د یادو ښوونځیو د رهبرۍ او د سیمې د اوسېدونکو له لوري د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانېستل شوې، خو نن سهار یو ځل بیا وتړل شوې.

دوی له سرپرست حکومه غوښتنه وکړه چې ښوونځي یې پرانیزي.

د پوهنتون استاد پروېز خلیلي وايي: «زده‌کړې د نجونو طبیعي او شرعي حق دی، له یو کال ډېر وخت شو چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او طالبانو په‌دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی او نجونو د برخلیک پر وړاندې بې‌پروا دي.»

له بلې خوا په کابل کې هم یو شمېر نجونې زده کوونکو د نجونو د متوسطو او لېسو پر تړل پاتې کېدو له نیوکې سربېره له سرپرست حکومته غواړي چې، پاتې نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.

د دولسم ټولګي زده‌کوونکې مژده وايي: «د ښوونځیو د بندېدو په اړه مو ټکان خوړلی دی، کله چې د نجونو ښوونځي تړلي وي او نجونو ته د درس اجازه نه ورکول کېږي، موږ نه پوهېږو چې له موږ ازموینه اخیستل کېږي او که نه‌؟»

د لسم ټولګي زده‌کوونکې لېمه وايي: «موږ له اسلامي امارت غواړو چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، څو خپلو درسونو ته دوام ورکړي.»

له دې سره سم، د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې چې اندونیزیا ته تللې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، له یو شمېر اندونیزیايي چارواکو سره یې د افغان نجونو او هلکانو د زده کړو په تړاو خبرې کړې دي.

د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري لیکلي: «ویاړم چې په جاکارټا کې مې له ګرانډ امام او ښځينه عالمانو سره ولیدل او همداراز له یو شمېر افغانانو سره مې هم د لیدلو ویاړ درلود. افغان ښځو او نارینه و ته د نورو زده کړو د فرصتونو د برابرولو لپاره خبرې دوام لري.»

د پوهنتون استاد نجیب‌الله جامع وايي: «ښوونځو ته د نجونو تګ او زده‌کړه د یوه ښېرازه افغانستان هیلې ورکوي، د افغان حکومت ډاډ، ملي اراده او قاطعت د دې ښوودنه کوي چې افغان نجونې به د لېسې تر دورې مکتب ته ځي او هیله لرو چې حکومت په دې اړه باندې د ولس غږ ته لبیک ووايي.»

ورته مهال، یونېسف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۳ مېلیونه نجونې له زده کړو محرومې دي.

نوی خبرونه

طالبانو د نجونو پر مخ ځينو سیمو کې روزنیز کورسونه هم تړلي
افغانستان

طالبانو د نجونو پر مخ ځينو سیمو کې روزنیز کورسونه هم تړلي

by Kabultimes
20 سنبله 1401
0

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES تر شپږم پورته د نجونو ښوونځیو تر تړلو وروسته اوس د پلازمېنې کابل په ګډون په...

Read more
په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو په غبرګونو کې د زده‌کوونکو لاریون.

په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو په غبرګونو کې د زده‌کوونکو لاریون.

20 سنبله 1401
پاکستان د خپل هوايي حریم کارېدو په اړه د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې

پاکستان د خپل هوايي حریم کارېدو په اړه د ملا یعقوب څرګندونې وغندلې

7 سنبله 1401
اروپايي ټولنه: د افغان نجونو د زده کړو مسله د دغې ټولنې لومړیتوب دی

اروپايي ټولنه: د افغان نجونو د زده کړو مسله د دغې ټولنې لومړیتوب دی

30 اسد 1401
کرېکټ: د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان لوبې اعلان شوې

کرېکټ: د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان لوبې اعلان شوې

27 اسد 1401

موږ په فیسبوک کې تعقیب کړئ

2022 | ټول حقونه خوندي دي | کابل ټایمز

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • کلتور
  • روغتیا
  • سپورت

2022 | ټول حقونه خوندي دي | کابل ټایمز